Banner

پيلوځى| ريان ياد

30.12.2010 06:42

راځه چې بل کړو د خندا پيلوځى
څه به شي ستا او څه زما پيلوځى

راځه چې ورټو جفا او کرکه
بل کړو د ميني او وفا پيلوځى

دواړو روڼې به وي تيارې مو د ژوند
که تا ويل ستا ما ويل ستا پيلوځى

دی نری بادپه ګل دي اوراورکي ناست
ته وا پرۍ وړي په هوا پيلوځى

تيارې چې بل يې نه کړو عار يې ګڼو
آن له ماښامه تر سبا پيلوځى

چې وينه تويه کړي ديدين له پاره
بلوي هغه په رښتيا پيلوځى

واړه تيارې به يې سلام کړي خدای به
بيا کړي پېرزو په اريانا پيلوځى

خوښي زغمی نشي زړګی د ريان
چې يې وطن ته وړي اشنا پيلوځى

حمدان 08.01.2011 14:22

ډیر ښکلی ریان صاحب
خو دا اخیري بیت یې زما په فکر که داسې شي ښه به وي ځکه چې اوس سکته ګي لري:
د ریان زړه خوښي زغملی نشي
چې یې وطن ته وړي اشنا پیلوځی

په مینه او مننه

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.